تهران ، د روسيې غږ – باختر دکب دمياشتې ١٣
دايران يوه فالکون ډوله جټ الوتکه دکيش دختيځ ساحل په اوبو کې راوغورځيده.
باختر آژانس د روسيې غږ راډيو له خولې خبر ورکړ :
دغې الوتکې د ايران په هوايي کرښې پورې اړه لرله او سپرلۍ پکې نه وي او
دالوتکې پنځه تنه کارکوونکي پکې سپاره وو.
يوه اړونده خبرځاى وويل : په دغو پنځو تنو کې پيلوټ او د الوتنې کارکوونکي شامل وو چې دسمندري پوځ دځينو تجهيزاتو د ازمايښت په مقصد دالوتنې په حال کې وه .
ددغې الوتکې د راغور ځيدو دعلت او دهغې دسپرلې دبرخليک په باب په خبر کې څه نه دي ويل شوي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ