د ايران لخوا دڅلورو بيړيو ضد توغنديو ازمايښت .
تهران- باختر د تلې ٦
ايران د څلورو جنګي بيړيو ضد توغنديو د ازمايښت په ترڅ کې اعلام وکړ چې لوړ الوتونکي بې پيلوټه الوتکو نوى نسل يې توليد کړى دى .
دباختر اژانس دخبر له مخې: په يو بدلون کې د ايران دسپاه پاسداران يوه قوماندان علي فدوي اعلام وکړ چې دايران پوځي ځواکونه به په نږدې راتلونکې کې دفارس خليج په سيمه کې په يو پراخ سمندري اوبري مانور لاس پورې کړي .
دغه راز ايران اعلام وکړ چې ددغه هيواد ماهران د اکتشافي عملياتو دترسره کولو لپاره په لوړه ارتفاع ديوې بې پيلوټه الوتکې په توليد بريالي شوي دي .
دغه نوى بې پيلوټه الوتکه چې شاهد _ ١٢٩ نوميږي، کولى شي له وقفې پرته او په څلورو ويشتو ساعتو کې پلټوونکي الوتنې ترسره کړي .