کابل باختر دمرغومې دمياشتې ١
دايران داسلامي جمهوريت دکتاب او فرهنګي محصولاتو څلورم او پنځم نندارتون نن په کابل کې پرانستل شو .
دباختر آژانس دخبرله مخې : ددغه نندارتون دپرانستلو په غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزير ډاکتر سيد مخدوم رهين ، ددغه وزارت معينانو، په پارلماني چارو کې د اسلامي فرهنګ او ارشاد د وزارت معين ښاغلى نوشابادي په کابل کې دايران داسلامي جمهوريت دسفارت نايب او غړو ، د کابل ښاروالۍ اداري معين ، په کابل کې دتاجکستان جمهوريت لوى سفير او يو شمير ديني عالمانو ګډون کړى و .
د اطلاعاتو او فرهنګ وزير په دې غونډه کې دخبرو په ترڅ کې د افغانستان او ايران د دواړو ملتونو ترمنځ د دوستۍ او ورورولۍ يادونه وکړه او د نړۍ ددغې سيمې په فرهنګي پراختيا کې يې دکتاب او کتابوالۍ د ارزښت په باب څرګندونې وکړې .
دغه راز دايران داسلامي جمهوريت فرهنګي مسوول جهانشاهي د دغه نندارتون په باب خبرې وکړې او ويې ويل چې ديوسلو يووشپيتو خپرونکو شل زره عنوانه کتابونه په دغه نندارتون کې نندارې ته وړاندې شوى دي .
دغه نندارتون د اطلا عاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو د چارو معينې سيمين حسن زاده او د ايران د اسلامي جمهوريت د ارشاد او فرهنګ وزارت د معين ښاغلى نوشا بادى له خوا پرانستل شو .
دغه نندارتون دلسو ورځو لپاره د مينه والو پرمخ پرانستى دى .
2 1 دقیقه لوستل