د ايران د سرحدي پوليسو له خوا زموږ د يو شمېر هيوادوالو د وژلو اوټپي کولو په باب د افغا نستان د اسلامي جمهوريت د ملي شورا د مشرانو جرګې اعلاميه !
کابلباخترد ثور دوه ويشتمه
د ايران د سرحدي پوليسو له خوا زموږ د يو شمېر هيوادوالو د وژلو اوټپي کولو په باب د افغا نستان د اسلامي جمهوريت د ملي شورا د مشرانو جرګې اعلاميه !
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د ملي شورا مشرانوجرګه د ايران د سرحدي ځواکونو وروستۍ ډزې چې د لسو تنو افغان کارګرا نو د شهادت او د نهو تنو نورو د ټپي کيدو سبب شوې، په سختو ټکو سره وغانده او دغه جنايتکارانه عمل يې د اسلامي اخوت، ګاونډيتوب او بشري موازينو پرخلاف بولي.
ددغې پيښې قربانيان چې زياتره يې د هرات ولايت او سيدونکي دي؛ دکارموندلو په خا طر د فراه ولايت د لاشجوين ولسوالۍ له پشمکي پولې څخه ايران ته ننوتي وو چې ايراني جنايتکارانو دغه ملکي اومهاجر وګړي له کومې مخامخ کيدو پرته ووژل.
دغه پيښه په داسې حال کې رامنځته شوې ده چې پخواهم د هيواد اتباع د ايران دسرحدي پوليسو له خوا په ډزو سره وژل شوي وو.
د ملي شورا مشرانو جرګه د افغانستان له حکومت څخه غواړي چې د هيواد د اتباعو د وژل کيدو په وړاندې چوپ پاتې نه شي او دغه موضوع دې په جدي ډول په نړيوالو ټولنو اوحقوقي مرکزونو کې طرحه کړي او د هيواد د اتباعو دغيرموجهو وژنو د قضيو د تعقيبولو غوښتنه وکړي اودغه راز د ټپيانو په درملنه اقدام وکړي او د شهيدانو اوټپيانو د پاتې کسا نو حالت وڅيړي.
د ملي شورا د مشرا نو جرګه د شهيدانو روح او د ټپيانو روغتياته ددعا د کولو، په ترڅ کې دغه راز د چارو له مسوولينو څخه غواړي چې د کارکولو زمينې برابرې کړي چې دهيواد د کار ځواک دې ته اړ نه شي چې د شاقه او کم مزدو کارونو د لټولو لپاره بهر ته سر ګردا نه شي او يا له ورته برخليک سره مخامخ شي.