نړۍ

د ايران جمهور رييس: د افغانستان له سولې سره د مرستې لپاره له پاکستان سره همکاري ته تيار يو

اسلام آباد – باختر د وري دمياشتې ٨
د ايران جمهور رييس حسن روحاني په دې بيان سره چې تل د همکارۍ لپاره د ايران او پاکستان ترمنځ د بېلابېلو موضوعګانو په باره کې خبرې شوې دي؛ وويلي چې په اوسني سفرکې هم د پاکستان له صدراعظم سره په کتنه کې د افغانستان د سولې له بهير سره د مرستې موضوع طرحه شوه او په دې برخه کې همکاري زموږ د موافقې مورد دى.
حسن روحاني پاکستان ته د خپل سفر په دويمه ورځ او د دغه سفر په پاى کې په خپل مطبوعاتي کنفرانس کې د افغانستان د سولې د بهير په اړوند د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې پاکستان د اسلامي نړۍ د يوه هېواد په توګه او ايران هم په سيمه او نړۍ کې د يوه قدرتمند هېواد په توګه تل د ايران او پاکستان ترمنځ سلامشورې او همکارۍ شوې دي او په تېره بيا موږ په تيرو وختونوکې د افغانستان په باره کې زياتې خبرې کړې دي.
ده زياته کړه چې په اوسني سفرکې د پاکستان له صدر اعظم نواز شريف سره په خبروکې د افغانستان موضوع طرحه شوه او آن دغه فارمول چې له پاکستان او افغانستان سره په درې اړخيز ډول په ګډ کار وکړو، خبرې وشوې چې وړانديز يې د پاکستان له خوا و او زموږ د موافقې وړ وګرځيد.
روحاني وويل: موږ درې واړه هېوادونه په درې اړخيز ډول کولاى شو د افغانستان د امنيت لپاره هلې ځلې وکړو او د افغانستان امنيت په خپله د دغه هېواد د خلکو او دغه راز د پاکستان او ايران لپاره فوق العاده اهميت لري.
د ايران جمهور رييس زياته کړه: له دې امله هر هغه کار چې وکولاى شو په افغانستان کې د سولې، ټيکاو او امنيت لپاره ترسره کړو؛ و به يې نه سپموو او په تيرو وختونوکې موهم د افغانستان د حکومت له مقاماتو سره رغنده خبرې کړې دي .
حسن روحاني زياته کړه: ما څه موده مخکې د افغانستان له جمهور رييس محمد اشرف غني سره ټيلفوني خبرې وکړې او موږ تل د افغانستان او پاکستان له دولتونو سره ډيرې ښې اړيکې لرو او دوه اړخيزې هلې ځلې کيداى شي اغيزمنې وي او موږ دې ته تيار يو چې د افغانستان له خلکو او دولت سره مرسته وکړو. روحاني دغه راز په دې باب چې ګنې د ايران د چابهار بندر د پاکستان د ګوادر بندر لپاره يو سيال دى، د ځينو رپوټونو په اړوند د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: رغنده سيالي ګټوره ده او کومه ستونزه نه لري.خو چابهار به په راتلوونکې کې يو ډير مهم بندر وي چې د هند د اوقيانوس اوبه مرکزي آسيا ته نښلوي، په دې ترڅ کې چې د ګوادر بندر کولاى شي د پاکستان اړتياوې لرې کړي او په لرې راتلوونکې کې کولاى شي د اقتصادي کريدور له لارې چين ته ورسول شي.
روحاني زياته کړه: د دواړو بندرونو فعاليتونه به له يو بل سره هيڅ تضاد ونه لري بلکې کله چې موږ غواړو دغه دوه بندرونه د اوسپنې پټلۍ له لارې له يوبل سره ونښلوو؛ دا د دې مانا لري چې چين کولاى شي د ګوادر بندر او دغه بندر او د چابهار بندر ترمنځ د اوسپنې پټلۍ له لارې د مرکزي آسيا له ټولې سمې د قفقاز له سيمې، اروپا او روسيې سره ونښلول شي. له دې امله دغه دواړه بندرونه به د سوداګرۍ د آسانتياوو د سيمې د پرمختګ سبب وي .
د ايران جمهور رييس پاکستان ته د دوه ورځني سفر په پاى کې پرون مازيګر ايران ته ستون شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته