د ايران او پاکستان ترمنځ کړکېچ؛ اسلامي امارت له دواړو خواوو څخه د زغم غوښتنه وکړه
کابل، د مرغومې ۲۸مه، باختر
کابل د اسلام آباد او تهران ترمنځ وروستي کړکېچ ته په غبرګون کې له دواړو خواوو څخه د زغم غوښتنه کړې ده.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وياند عبدالقهار بلخي پر خپله اکس پاڼه ليکلي، چې ( اسلامي امارت د ایران اسلامي جمهوریت او پاکستان اسلامي جمهوریت ترمنځ وروستی تاوتریخوالی د اندیښنې وړ بولي او په دواړو ګاونډیو هېوادونو غږ کوي، چې له زغم څخه کار واخلي).
نوموړي زياته کړې، دا چې سیمه له اوږدو تحمیلي جګړو او بېثباتیو وروسته د امنیت او ثبات ساه اخلي نو دواړو خواوو ته پکار ده، چې د سیمهییز ثبات د لا ټینګښت لپاره هڅې وکړي او د اختلاف وړ مسایل د ډيپلوماتیکو چاینلونو او خبرو اترو له لارې حل کړي.
د يادونې وړ ده، چې ايران او پاکستان تر منځ اړيکې له هغه وروسته ترينګلې شوې، چې دواړو خواوو د يو بل په خاوره د خپلو مخالفينو د ځپلو په نوم بريدونه وکړل.