روغتیا

د ايبولا دقربانيانو دشمېر زياتوالى

رويترز – باختر د وږي دمياشتې ١٩
دنړۍ روغتيايي سازمان اعلام وکړ چې دافريقا په لويديځ کې دايبولا د ناروغۍ دقربانيانو شمېر دوه زره دوه سوه شپږ نوي تنو ته ورسيدلى دى.
د رويټرز دخبري آژانس دخبرله مخې : دنړۍ روغتيايي سازمان پرون ددغه خبر داعلامولو په ترڅ کې زياته کړه چې ددغې ناروغۍ دقربانيانو شميرمخ په زياتيدو دى.
ددغه سازمان د اعلام له مخې: دافريقا دلويديځ په پنځو هيوادونو سراليون  ليبريا، نايجريا او سينګال کې دايبولا په ناروغۍ داخته کسانو شمېر تر تيرې شپې پورې څلور زر دوه سوه دو نوي تنه و.
دنړۍ روغتيايي سازمان تر راتلوونکو دريو اوونيو پورې په دغې ناروغۍ داخته کسانو دشمېر داحتمالي زياتوالي له امله خبردارى ورکړى دى .
دايبولا د وژونکې ناروغي خپريدل د تيرکب او وري په مياشتو کې له ګيني څخه پيل او وروسته ګاونډيو هيوادونو ته خپره شوه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته