خبرونهنړۍ

د اوکرایني پوځیانو روزونکي امنیتي خوندیتوب نه لري

نړۍ, د غبرګولي ۱۵ مه, بهرنۍ رسنۍ

سپوتنیک خبري اژانس د روسیې د ولسمشرۍ ماڼۍ (کرېملېن) ویاند دیمیتري پسکوف له قوله خبر ورکړی، چې د اوکرایني ځواکونو روزونکي امنیتي خوندیتوب نه لري او روانه جګړه کې به ووژل شي.

نوموړي دغه خبرداری په داسې مهال ورکړی، چې تازه رسنیو په اوکراین کې د فرانسوي پوځي روزونکو د حضور خبر ورکړی دی.

وروستیو کې د روسیې او لوېدیځ ترمنځ اړیکې اوکراین ته د وسلو د ورکړې او اړوندو نورو مسایلو له امله لا زیاتې ترینګلې شوې دي.

باید وویل شي چې اروپایي هېوادونه د اوکرایني ځواکونو د روزنې، تمویل او تجهیز په برخه کې رغنده رول لري، هغه څه چې روسیه یې د جګړې د دوام لامل بولي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته