کابل – باختر دکب دمياشتې ١٣
د اوکراين مخلوع جمهور رييس ويکتوريانوکوويچ د روسيې دجمهور رييس ولاديمير پوتين په نامه په يوه ليک کې په دغه هيواد کې دپوځي ځواک دکارولو غوښتنه وکړه .
باختر آژانس د بي بي سي له خولې خبر راکړ :
پوتين ته د اوکراين د ګوښه کړى شوي جمهور رييس دليک دفوتوکاپۍ مهمې برخې چې د ملګرو ملتو په سازمان کې د روسيې سفير ويتالي چورکين پرون
د ملګرو ملتودسازمان دامنيت شورا په غونډه کې ولوستلې ويل شوي دي چې په اوکراين کې بدلونونو ته په پاملرنې سره زه د روسيې له جمهور رييس ولاديمير پوتين څخه غواړم چې د سولې ، قانون ، نظم او ثبات دتامينولو لپاره د روسيې فدراسيون له وسله والو ځواکونو څخه کار واخلي او د اوکراين وګړي تر ساتنې لاندې ونيسي . د ويکتوريانوکوويچ په لاسليک دليک نيټه د ٢٠١٤ ميلادي کال دمارچ لومړۍ ده .
روسيې په څو تيرو ورځو کې د اوکراين دکريميا کور واک جمهوريت ته د زرګونو تنو پوځيانو په استولو سره ددغې ستراتيژيکي سيمې کنترول ترلاسه کړى دى .
دغه اقدام له هغه وروسته وشو چې د اروپا له اتحاديې سره د اوکراين دپيوستون ملاتړو د ويکتوريانوکوويچ دولت چې له مسکو سره يې نږدې اړيکې لرلې دپراخو اعتراضونو په ترسره کولو سره له قدرت څخه ګوښه کړل او دى روسيې ته وتښتيد.
دملګرو ملتو په سازمان کې د اوکراين دنمايندګۍ هيت پرون دغه سازمان ته يو ليک چې د اوکراين په خاوره کې د روسيې پوځيانو دځاى پرځاى کولو جزييات پکې ليکل شوي دي څرګند کړ .
امريکا او د اوکراين لويديځو متحدينو د اوکراين دقلمرو ديوې برخې پرخلاف
د روسيې پوځي اقدام ، دپوځي تيري په توګه په کلکه غندلى دى .خو روسيه چې
دخپل متحد دولت په راپرځولو کې د لويديځ دپلويانو اقدام يوه کودتا يولې ، وايي د روسيې هغو خلکو د ساتنې لپاره چې په کريميا کې ژوند کوى دغې ټاپو وزمې ته پوځونه استولي دي .
په اوکراين کې د بحران په دوام سره د ملګرو ملتو دسازمان امنيت شورا پرون يوه بيړنۍ غونډه جوړه کړه چې ملموسه نتيجه يې ورنه کړه.
د اوکراين په بحران پورې اړوند د تودو ويناو له لوستلو وروسته د امنيت شورا دغړو غونډه بل وخت ته وځنډول شوه.
امريکا وايي چې د اردو د امنيت او همکارۍ د سازمان کتونکي به نن شپه په کريميا کې ديره شي او له روسيې څخه غواړي ډاډ ترلاسه کړي چې د دوى برلاسى به له ځنډ پرته وي.
0 2 دقیقې لوستل