کابل – باختر دليندۍ دمياشتې ١٩
د اوکراين په پايتخت کيف کې د اړو دوړ ضد پوليسو د دولتي ودانيو په وړاندې داعتراض کوونکو دخيمو په راټولولو يې پيل کړى دى .
له دې سره جوخت د دولت يو اصلي مخالف د پلرنې ټاټوبې ګوند اعلام کړى دى چې دپوليسودخاص ځواکونه ددغه ګوند دفترونو ته ننوتلي دي او کمپيوټرونه يې له ځان سره وړې دي .
ديو بل مخالف ګوند انترنټي سايټ هم له کاره لويدلى دى او د انلاين درسينو پرخلاف دانترنټي بريدونو په باب يو لړ رپوټونه خپاره شوي دي د اوکراين جمهور رييس ويکتوريا نوکويچ چې روسيې ته نږدې دى مخکې له دې له مخالفينو سره دخبرو لپاره تيارى څرګند کړى و.
په اوکراين کې اعتراض کوونکي د دولت داستعفا دنويو انتخاباتو د ترسره کولو او له اتحاديې سره د دغه هيواد دنږدې کيدو غوښتنه کوي.
0 1 دقیقه لوستل