واشنګتن- فارس نيوز – باختر دکب دمياشتې ١٣
دامريکا جمهور رييس د دغه هيواد دملي امنيت د شورا له مشرانو سره د اوکراين دبدلونونو په باب غونډه وکړه.
دايران د خبري آژانس دفارس دخبرله مخې : دامريکا جمهور رييس بارک اوباما داوکراين د بحران په باب دملي امنيت له شورا سره په سپينه ماڼۍ کې وکتل.
په دې کتنه کې د اوکراين د بدلونونو او په دغه هيواد کې د روسيې داقداماتو په باب سلامشورې وشوې .
دامريکا د بهرنيو چارو وزيرجان کري ، د دفاع وزير چک هيګل او د ملي امنيت سلاکاره سوزان رايس له هغو لوړ رتبه مامورينو څخه وو چې په دې غونده کې يې ګډون درلود.
1 د یوې دقیقې څخه لږ