امنیت

د اووه کسيزې کميټې د جوړولو په اړوند د پلخمري د خلکو غبرګون

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ٢١
په پلخمري ښار پورې اړوند په ډنډشهاب الدين ساحه کې د بريښنا د ستنو د ترميمولو په موخه د بغلان ولايت مقام يوه اووه کسيزه کميټه جوړه کړه .
د باختر آژانس خبريال وويل: د دغې کميټې جوړيدل د پلخمري د خلکو د انديښنې سبب شوي دي او خلک ادعا کوي چې د دغې کميټې جوړول د پردې تر جوړجاړى دى او د هېواد د اساسي قانون د لومړۍ مادې پرخلاف او د هېواد د تجزيې ښکارندوى دى. دغه مسئله طالبانو ته د دې زمينه برابروي چې ډنډشهاب الدين په شمال کې د طالبانو د مرکز او له ډنډ غوري څخه يې حالت خراب شي.
د مدني ټولنې فعال او د مدني ټولنو د مرکزونو د شبکې اجراييه مسوول هاتف عارفيان د ډنډ شهاب الدين د ستونزو د څيړنې په مقصد د دغې کميټې د جوړولو له امله د انديښنې د څرګندولو په ترڅ کې د باختر آژانس خبريال ته وويل: د ډنډ شهاب الدين په وړاندې د موجود لارښود پرمخ بيول له ډنډ غوري سره کوم توپير نه لري. د انسان تښوونکو له منګولو څخه د دريو تنو يرغملو د خلاصون په ګډون کابل ته د ازبکستان د وارداتي بريښنا د غځولو په موخه د اووه کسيزه کميټې جوړول په خپله د تجزيې ښکارندوى دى او له شک پرته د نظام مشروعيت تر پوښتنې لاندې نيسي.
دى له دولت څخه غواړي چې د طالبانو د ځپلو په موخه د هېواد له وتلو امنيتي ځواکونو څخه کار واخلي چې د بريښنا د ستنو د ترميمولو او د اسيرانو په ژغورنې سربېره د ډنډ شهاب الدين په ساحه کې امنيت تامين او د پلخمري ښار د خلکو انديښنې پاى ته ورسيږي.
د مدني ټولنې يوبل فعال ډاکتر نويد په ډنډشهاب الدين ساحه کې دبريښنا دستنو د ترميمولو په لاره کې د اووه کسيزې کميټې جوړول د افغانانو د ملي ګټو پرخلاف وبلل او څرګنده يې کړه: په هيڅ صورت دغه کميټه موږ ته مشروعيت نه لري او د پلخمري ښار د خلکو د منلو او تاييد وړ نه ده. ځکه يو وخت به د ډنډ غوري په شان دپلخمري ښار د ډنډ شهاب الدين د امنيتي ګواښونو تر اغيزې لاندې ونيول شي.
خو د بغلان ولايت د سولې د عالي شورا رييس عبدالصمد ستانکزي چې د دغې کميټې غړيتوب لري؛ څرګنده کړه چې دغه کميټه په ډنډشهاب الدين کې دچاڼيزو فعاليتونو څخه نه نيسي او يواځې کميټې ته دنده سپارل شوې ده چې د سپين ږيرو په همغږۍ سره د ستنو په ترميمولو او د اسيرانو په خلاصون اقدام وشي.
ده ډاډ ورکړ: له دې څخه کميټې ته زيات واک نه دى ورکړى شوى چې په امنيتي چاروکې کوم بل کار وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته