د اولمپيک د ملي کميټې د مشرتابه هيئت د پالنځيو ماشومان وستايل

کابل – باختر د غبرګولي دمياشتې ٣٠
د اولمپيک د اوونۍ د نمانځنې په دويمه ورځ د دغې کميټې د مشرتابه هيئت د علاالدين د نجونو او د کابل د تهيه مسکن د هلکانو پالنځي وکتل .
د باختر آژانس دخبرله مخې:
په دې کتنه کې د اولمپيک د ملي کميټې سرپرست محمود حنيف د دغې کميټې د نورو غړو په ملګرتيا د دغو پالنځيو ماشومانو ته ورزشي جامې او وسايل ورکړل او مهرباني يې پرې وکړه.
د دغه کميټې غړو د اولمپيک د نمانځنې د اوونۍ په لومړۍ ورځې په کابل کې د ورزش د اتلانو د احوالو پوښتنه وکړه او ويې ستايل.
د غږې نيونې سابقه دارانو هر يو مياګل نظري، عبدالرازق  بلال او داوود انور او دغه راز د فوټبال اتل سيد رضا مظفري او د سوک وهلو سابقه لرونکي معروف رغبت د هېواد هغه سابقه لرونکي ورزشکاران وو چې وستايل شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته