د اور لګيدنې له امله د اوو ميليونو افغانيو تاوان واوښت
کابل –باختر دتلې ١٨
په تخار ولايت کې نن سهار دلرګيو دپلورنې په يو سراى کې اور ولګيد.
دتتخار د والي ويندوى باختر آژانس ته وويل: د اور لګيدنې په دې پيښه کې دلرګيو دپلورنې ١٧ دوکانونه ولوځيدل او د اور وژنې ځواکونو له پنځو ساعتونو وروسته په اور وژنې بريالي شول.
دپوليسو دلومړنيو څيړنو له مخې، په دې پيښه کې دوکاندارارانو ته دنږدې اووه ميليونه افغانيو تاوان اوښتې دى.
ددغې اور لګيدنې اصلى علت تراوسه پورې نه دې روښانه شوى.