د اورلګيدنې له امله په سلګونو دوکانونه وسوځيدل
کابل باختردمرغومي دمياشتې ٣ :
دکابل د اور وژنې مسوولين وايي: دکابل په يو تجارتي مارکيټ کې لګيدنې اور روزل شوي دي، خو د او وژنې يو ټيم په دغه مارکيټ کې حضورلري .
د اور وژنې دغه مسوول چې د نامه له اخيستلو څخه ډده کوي وايي چې د فيض محمدناصري په سراى کې د اور وژنې په عملياتوکې داور وژنې يو غړى ټپي شوى دى.
له بله پلوه په سيمه کې د پوليسو يو مسوول وويل چې دغې پيښې د سرزيان نه درلود، خومالي زيانونه يې ډېر زيات دي.
دپوليسو ددغه مسوول دڅرگندونوله مخې: دپيښې څرنګوالې د يو ګډتخنيکي ټيم له خوا د څيړنې غوښتنه کوي؛ څرگنده شي چې د اورلګيدنې علت څه و.
ويل شوى دى چې په دې پيښه کې دفيض محمدناصري سراى په بشپړه توگه سوځيدلې دي .