د اوربند ناکامې هڅې؛ اسرایل خپلو ظلمونو ته دوام ورکوي

نړۍ، د وري ۲ مه، بهرنۍ رسنۍ

داسې حال کې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن منځني ختیځ ته په سفر دی، د حماس غورځنګ یو مشر ویلي، چې اسرایلي لوري یو ځل بیا د دوی شرایط رد کړي دي.

خو د بلېنکن بیا له سعودي او منځني ختیځ کې له نورو اړخونو سره تر خبرو وروسته تمه ښودلې، چې ممکن ډېر ژر د اوربند هوکړه لاسلیک شي.

د ښکېلو اړخونو ترمنځ خبرې په دوحه کې روانې دي.

دغه راز د اسرایلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو له امریکایي سناتورانو سره په خبرو کې ویلي، چې دوی به د حماس له منځه وړلو ته دوام ورکړي.

همدارنګه اسرایلي پوځي چارواکو د امریکا بهرنیو چارو وزارت ته ډاډ ورکړی، چې د واشنګټن له لوري مرسته شوې وسلې به د بشر ضد کړنو کې و نه کاروي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته