خبرونهنړۍ

د اوربند لومړۍ شپه؛ غزه کې ورستي حالات په دې ډول دي

کابل، د لېندۍ ۴ مه، باختر

– د غزې اوسېدونکو په تېره یوه نیمه میاشت کې د لومړي ځل لپاره له جګړې پرته شپه تېره کړه او خلک د آرام ګوډه ماته ساه اخلي.

– د حماس او اسرایلو ترمنځ د زندانیانو تبادله روانه ده او ټاکل شوې نن هم د دواړو لوریو ترمنځ لسګونه زندانیان تبادله شي.

– اسرایلي چارواکي وایي د هغو زندانیانو لېست یې ترلاسه کړی، چې ټاکل شوې نن د حماس له لوري خوشې شي.

– دواړه لوري روغتیایي چارواکي وایي، د خوشې شویو کسانو روغتیایي وضعیت ښه دی.

– اسرایلي پوځي چارواکو د لبنان له لوري د یو ورتوغول شي توغندي د شنډولو خبر ورکړی دی.

– غزه کې فلسطینیان د خپلو عزیزانو خوشې کېدل په اورلوبو سره جشن نیولی او خوښي یې ښودلې ده.

– د اسټرالیا په ګډون د نړۍ په ګوت ګوت کې پرون جمعه د فلسطین په ملاتړ لاریونونه شوي.

– اسرایلي ځواکونو د اوربند په جریان کې هغه کسان په نښه کړي، چې غوښتل یې د صلاح الدین سړک له لارې د غزې له سویل څخه شمال ته ولاړ شي؛ اسرایل خلکو ته له جنوب څخه شمال ته د تګ اجازه نه ورکوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته