خبرونهاقتصادTOPټولنه

د اوبو او انرژۍ وزارت یوه پلاوي د باغدرې برېښنا بند ساحې د ليدلو په موخه کاپیسا ته سفر وکړ

کابل، د غوايي ۳۱مه، باختر

د اوبو او انرژۍ وزارت کاپیسا ولایت ته د باغدرې برېښنا بند ساحې د لیدلو او ارزونې په موخه د دغه وزارت د انرژۍ معین مولوي حمدالله زاهد په مشرۍ د یوه پلاوي د سفر خبر ورکړی دی. 

یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په دغه پلاوي کې د وزارت تخنیکي مسؤلینو، د کانونو او پټرولیم وزارت استازي او د (ام سي سي) چینایي شرکت رئيس سونګ ون بین او د دغه شرکت تخنیکي مسؤلین شامل دي.

په خبرپاڼه کې د دغه سفر موخه د باغدرې برېښنا بند  تخنیکي، اقتصادي او ټولنیزه ارزونه بلل شوې ده.

د سرچینې د مالوماتو له مخې یاد پلاوي همدارنګه د کاپیسا له والي سره هم کتلي او د نوموړي بند په هکله یې ورسره خبرې اترې کړې دي. 

د یادونې وړ ده، چې د اوبو او برېښنا وزارت د باغدرې برېښنا بند د چارو پیل له خپلو لومړیتوبونو څخه بللي، چې په جوړېدو سره به یې ۲۴۰ میګاواټه برېښنا تولید او ۲۰۵ میلیون متره مکعب اوبه ذخیره شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته