د اوبو او انرژۍ وزارت معین د اوبو تنظیم د کړنلارو او مقررو پر وروستي کولو ټینګار وکړ
کابل / د سلواغې ۲۸مه / باختر
د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو معین انجنیر مجیب الرحمن عمر، نن د اوبو معینیت په اوونیزه تخنیکي ناسته کې د اوبو کړنلارو او مقررو پر وروستي کولو او همدارنګه د کابل ښار د اوبو رسونې شبکو پر سروې او نظارت ټینګار وکړ.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې ناسته کې د اوبو سرچینو مسوولینو ته دنده وسپارله شوه چې د کابل تر ځمکې لاندې اوبو د کیفیت «ټېسټ» په ترسره کولو سره یو مفصل راپور چمتو او د رسنیو له لارې یې خپور کړي.
دغه راز د اوبو معین د اوبو او انرژۍ وزارت د ۴۲ بندونو قرارداد د بیا کتنې او تطبیق په اړه اړونده مسوولینو ته دنده وسپارله چې د تدارکاتو ریاست او د وزارت له حقوقي مشاوریت سره په همغږۍ، د یادو قراردادونو وضعیت په یوه ګډه ناسته کې وڅېړي او پایلې يې د وزارت له رهبرۍ سره شریکې کړي.
همدارنګه په دې ناسته کې د ۴۲ بندونو پروژو د قرارداد پر تطبیق او بیا کتنې هم خبرې وشوې.
وهاج