د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست پکتیا کې د یوې دیني مدرسې د عالمانو او حفاظو کرامو په فراغت غونډه کې ګډون وکړ

کابل، د مرغومي ۸مه، باختر
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور د پکتیا ولایت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د خلیفه صاحب عبدالواحد نقشبندي د جامعه نقشبندیه مدرسې د علماوو او حفاظوکرامو په فراغت غونډه کې ګډون کړی او د یادې مدرسې د استادانو هڅې یې ستایلې دي.
یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې نوموړي په غونډه کې په اوسنيو شرایطو کې د دیني علومو د زده کړې، ارزښت د دیني عالمانو د مسوولیتونو او د دین او دیني ارزښتونو په ساتنه کې د دیني عالمانو د رول په هکله خبرې کړې دي.
ښاغلي منصور همدارنګه له دیني عالمانو او حفاظوکرامو څخه غوښتنه کړې، چې خپل مسوولیتونه په ښه توګه ترسره او د اسلامي نظام د ټینګښت او د شریعت د پلي کېدو په برخه کې له اسلامي امارت سره همکاري وکړي.
د یادونې وړ ده، چې د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست په دغه فراغت غونډه کې د اسلامي امارت د اقتصادي او سیاسي تګلارو په هکله هم خبرې کړې او په دې هکله یې له ګډونوالو سره مالومات شریک کړې.