د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست له ګلبهار/ پنجشېر بند له سیمې څخه لیدنه وکړه

کابل، د لېندۍ ۱۴مه، باختر

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور، د ګلبهار/ پنجشیر بند له سیمې څخه لیدنه وکړه.

د اوبو او انرژۍ وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست د یاد بند له سیمې څخه د لیدو پر مهال ویلي چې د دغه بند په جوړېدو سره به د اوبو د مدیریت او د برېښنا پر تولید سربېره؛ د پروان او کاپیسا د حقابو ستونزه هم هواره شي او د کابل ښاریانو د څښاک اوبو په چمتو کولو کې به هم رغنده رول ولري.

ملا منصور زیاته کړې چې د یاد بند د بودجې د تمویل لپاره هڅې روانې دي او په راتلونکي کې به یې د جوړېدو چارې پیل شي.

د یادونې وړ ده، چې د ګلبهار/ پنجشېر بند د ۴۹۰ میلیونه متره مکعب اوبو د ذخیره کولو او د ۱۱۶ میګاواټه برېښنا د تولید وړتیا لري چې په جوړېدو سره به یې ۷۰ زره هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبه شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته