د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست د پکتیکا له والي سره وکتل
کابل، د سلواغې ۱۰مه، باختر
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور په خپل کاري دفتر کې د پکتیکا له والي مولوي فیض الله جمال حقاني سره د کتنې پرمهال په هغه ولایت کې د اوبو او انرژۍ پروژو په هکله خبرې وکړې.
په دغه کتنه کې، د پکتیکا والي د اوبو او انرژۍ په برخه کې د هغه ولایت د خلکو ستونزې د اوبو او انرژۍ وزارت له سرپرست سره شریکې کړې او په دې برخه کې د وزارت د رهبري مقام د پاملرنې غوښتنه یې وکړه.
ورته مهال د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست د پکتیکا ولایت د خلکو د محرومیت په تائید سره د هغه ولایت والي ته ډاډ ورکړ، چې د شته امکاناتو په پام کې نیولو سره به د دغه وزارت له لوري اړینې هلې ځلې ترسره شي، ترڅو د نوموړي ولایت د خلکو ستونزو ته رسېدنه وشي.