سیاستخبرونهاقتصادTOP

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست د ترکیې د آنادولو علماوو له رئیس او یو شمېر ترکي پانګوالو سره وکتل

کابل، د لېندۍ ۱۹مه، باختر

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور د ترکیې هېواد د آنادولو علماوو له رئیس شیخ عمر فاروق مدرس اوغلو، د تومسیاد سوداګریريزې مؤسسې له رئیس فاتح شینیر او یو شمېر نورو ترکي پانګوالو سره وکتل.

په دغه کتنه کې د ترکیې هېواد پانګوالو د بېلابېلو سرچینو څخه د برېښنا د تولید په پروژو کې د پانګونې لېوالتیا څرګنده کړه.

ورته مهال د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست په افغانستان کې د پانګونې په برخه کې د دوی د لیوالتیا ستاینه وکړه او ویې ویل چې دغه هېواد د بېلابېلو سرچینو څخه د انرژۍ د تولید اړین ظرفیتونه لري او د وزارت رهبري هم په دې برخه کې د پانګوالو له لېوالتیا هر کلی کوي.

منصور ټینګار وکړ، چې د دواړو لورو د مسؤلینو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ په موخه دې تخنیکي ناستې ترسره شي، ترڅو ډېر ژر د دې پانګونو لپاره زمینه چمتو او عملي چارې پیل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته