سیاستخبرونهاقتصادTOP

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست: اسلامي امارت د علمي او مسلکي کادرونو ملاتړی دی

کابل، غبرګولي ۱۵مه، باختر
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور، د ننګرهار پوهنتون له یو شمېر استادانو سره په کتنه کې ویلي چې اسلامي امارت د علمي او مسلکي کادرونو ملاتړی دی.
باختر آژانس ته د اوبو او انرژۍ وزارت د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې د ننګرهار پوهنتون استادانو (په افغانستان کې ښه حکومتولۍ او اقتصادي ریفورم) تر عنوان لاندې خپله طرحه د اوبو او انرژۍ وزارت له سرپرست سره شریکه کړې ده.
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست هم له هغوی څخه غوښتي چې خپله طرحه دې له تخنیکي مسئولینو سره شریکه کړي، چې په هر اړخیزه او تخنیکي توګه وڅېړل شي.
منصور همدا رنګه، څرګنده کړې چې اوسمهال د هېواد د پراختیا او آبادي لپاره له هره پلوه زمینه برابره شوې ده او د افغانستان اسلامي امارت په دې برخه کې د هېواد د علمي او مسلکي کادرونو بشپړ ملاتړ کوي.
هغه ټینګار کړی چې د هېواد د آبادۍ او پراختیا په لاره کې د رښتيني خدمتونو وړاندې کول، ملي مسئولیت دی چې ټول باید پکې ونډه واخلي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته