د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست، په فاریاب کې د اوبو او برېښنا پروژو د پلي کولو ډاډ ورکړ
کابل، د سلواغې ۱۱مه، باختر
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور د فاریاب له والي مولوي محمد شعیب رسالت سره وکتل.
باختر آژانس ته د اوبو او انرژۍ وزارت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې د څنډو تحکیماتو پروژو، د دهن درې بند جوړولو پروژې او په یاد ولایت کې د برېښنا رسونې پروژو په اړه خبرې شوې دي.
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست په خپلو خبرو کې، د فاریاب والي ته ډاډ ورکړی چې د متوازنې پراختیا او شته امکاناتو په پام کې نیولو سره به په دغه ولایت کې د اوبو او برېښنا پروژو د پلي کولو په برخه کې اړین اقدامات ترسره شي.