خبرونهاقتصادTOPټولنه

د اوبو او انرژۍ وزارت، د هېواد په ځينو سيمو کې د اوبو کچې د لوړوالي او سېلابونو د راوتلو اټکل کړی دی

کابل، د کب ۵مه، باختر

د اوبو او انرژۍ وزارت، د روان مالي کال د کب له شپږمې څخه تر اوومې پورې، د هېواد د سیندیزو حوزو په ځينې ځایونو کې د اوبو کچې د لوړوالي او سېلابونو د راوتلو اټکل کړی دی.

دغه وزارت د خپلو سرچينو په حواله، وړاندوينه کړې چې د هېواد په ځينو برخو کې د نسبتاً تېزو بارانونو او واورې له امله د سېلابونو د راوتلو احتمال شته چې د دغو ناڅاپي اورښتونو او سېلابونو د راوتلو ډېر اټکل د (هریرود او هلمند) سينديزو حوزو کې شوی دی.

ويل شوي چې په يادو نېټو کې د سېلابونو د راوتلو احتمال د بارانونو او واورې د ويلې کېدو او د اوبو کچې لوړوالی په ځانګړې توګه د (فراه، خاشرود، هلمند، ارغنداب، ترنګ، غزني) سیندونو پر لاره او د يادو ځایونو په ځینو سېلبرونو کې شته.

د اوبو او انرژۍ وزارت له هغو هېوادوالو څخه چې د يادو سیندونو په غاړو کې استوګن دي؛ غوښتي چې پر یادې موضوع ځانونه خبر او د سېلاب د راوتلو په ترڅ کې دې د سیند غاړو اړوند هغه خلک چې په لاندېنیو سیمو کې ژوند کوي؛ خبر کړي؛ ترڅو د ځاني او مالي زیانونو مخنیوی وشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته