ټولنه

د اوبولګولو څلور شبکې په بلخ کې پرانیستل شوې

۳۷- کابل / د مرغومي ۳ مه / باختر
د بلخ په دهدادي ولسوالۍ کې نن د څه دپاسه ٧٠ ميليونو افغانيو په لګښت د اوبو لګولو ٤ شبکې پرانیستل شوې.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د اوبولګولو دغه شبکې د څه دپاسه ٧٠ ميليونو افغانيو په لګښت د کرنې د پراختيا نړيوال صندوق له مالي مرستې څخه د دغه ولايت د دهدادي ولسوالۍ په چهل ګزي، بابه کهنه حسين خېل، لنګرخانه او بابه قشقار کليو کې جوړې شوې دي.
دغه شبکې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ د وزير او د بلخ د سيمه ييزو مسوولینو په شتون پرانیستل شوې.
د يو بل خبر له مخې:
د دهدادي ولسوالۍ په جرګه کلي کې د څه دپاسه ١١ميليونو افغانيو په لګښت د اوبولګولو د يوې شبکې د جوړولو کار پیل شو.
د يادې شبکې په جوړېدو سره ٤٣٢هکتاره کرنيزې ځمکې خړوبېږي.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته