سیاستخبرونهTOP

د اهل تشیع دیني عالمانو له اسلامي امارت سره د هر اړخیزو همکاریو د دوام ژمنه وکړه

کابل، د غبرګولي ۱۷مه، باختر 

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي پرون د اهل تشیع له یو شمېر علماوو او مشرانو سره وکتل.

یادو دیني عالمانو او قومي مشرانو په دغه کتنه کې په هېواد کې د امنیت په ټینګښت خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې له اسلامي امارت سره به دوامداې همکارۍ جاري وساتي. 

 هغوی زیاته کړه، چې د اسلامي امارت له لوري د اقتصادي پروژو پلي کېدو او ډاډمن امنیت خلک راتلونکي ته هیله من کړي دي. 

د اهل تشیع دغو علماوو همدارنګه د اسلامي امارت له مشرتابه څخه غوښتنه  وکړه، چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د مدرسو، ښوونځیو او روغتیایي مرکزونو جوړولو او د مواصلاتي لارو بیارغونې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

په ورته وخت کې د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په دغه کتنه کې وویل چې افغانستان د بېلابېلو اقشارو ګډ کور دی او اسلامي امارت د یو مسوول حکومت په توګه د ټولو افغانانو په خدمت کې قرار لري.

حنفي څرګنده کړه، چې د هېواد ترقي او پرمختګ د ټولو هېوادوالو په بې درېغه همکارۍ او کوښښونو برابرېږي نو لازمه ده، چې ټول افغانان د ځمکنۍ بشپړتیا او نظام په دفاع کې متحدانه عمل وکړي او د هېواد په ترقۍ او پرمختګ کې رول ولري.

د یادونې وړ ده، چې د ریاست الوزراء اداري مرستیال پرون د تخار او جوزجان ولایتونو له یو شمېر دیني عالمانو سره هم کتنه درلوده او د هغوی د ستونزو او وړاندیزونه تر اورېدو ورسته یې ډاډ ورکړ، چې شته امکاناتو په کتو سره به یې ستونزو ته رسېدنه وشي.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته