د انځورګرۍ د آثارو نندارتون جوړشو

کابل  باخترد  ثور  دمياشتې  ١٤ :
د يو افغان ځوان د انځورګرۍ نندارتون نن د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دفرهنګي معين له خوا په ملي نګارستان کې پرانيستل شو.
دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې: په دې نندارتون کې چې د ملي نګارستان د سولې د بڼ په انګړکى جوړشو؛ د تنکى ځوان هنرمند محمدحبيب د انځورګرۍ دوه سوه آثار نندارې ته وړاندې شوي دي .
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت فرهنګي معين سيدمصدق خليلي په دې ترڅ کې چې د ځوان هنرمندمحمدحبيب هنري آثار وستايل؛ ويې ويل: دغه آثار سولې ته د افغانستان دخلکو اړتيا جوتوي.
سيدمصدق خليلي زياته کړه: دغه نندارتون چې د انځورګري او ميناتوري آثار
پکې نندارې ته وړاندې شوي دي؛  نړيوالو ته دافغانستان د خلکو دسوله غوښتنې دپيغام رسول دى.
ده د هنر پالنې فرهنګ دبنسټيز کولو په لاره کې ددغه شان نندارتون جوړول ارزښتناک وبلل.
مصدق زياته کړه: دسولې په بڼ کې هرکال داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت له خوا  دسولې او نړيوالې هيلې د موسسې په بېلابېلوهنري برخوکي زيات هنري پروګرامونه جوړيږي چې دغه پروګرامونه په ټوليزه توګه د بېلابېلوهنري برخو د پراختيا اوپه تېره بيا د انځورګرۍ هنر د بډاينې او دځوان نسل ترمنځ دهغه د رواجولو لپاره زمينه برابروي .
محمدحبيب هنرمند د غلام محمدميمنه ګى د رياست زده کوونکى دى او د انځورګرۍ هنريې په دغه رياست کې زده کړې دي .
فرهنګي معين د ستاينې د لوحې په ورکولوسره ددغه ځوان هنري خلاقيت وستايه  او د انځورګرۍ په برخه کې د ده د زياتو برياليتوبونوهيله وکړه.
ديادونې وړ ده چې د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت له نن څخه اووه کاله مخکې دملي نګارستان په انګړکې د سولې بڼ جوړکړچې ځوانانوته د هنري افکارو د تبادلې زمينه برابره شي.
د نندارتون په پاى کې دغه راز د دوست هيواد د امريکا هنرمندانو د موسيقي  پروګرامونه اجراکړل.
په دې نندارتون کې يو زيات شمېرکورنيو او بهرنيو فرهنګيانو او په کابل کې د دوستو هيوادونو فرهنګي استازو ګډون کړي وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته