امنیت

د انسان قاچاق د افغانستان د خلکو او حکومت په وړاندې ستر چلنج دى

کابل باختر د زمري دمياشتې ٢٤ مه :
د انسان او مهاجرينو له قاچاقو سره د مبارزې د عالي کميسيون دويمه غونډه نن  جوړه شوه.
د باختر آژانس د خبرله مخې:
د انسان قاچاق يو مهم چلنج دى چې د افغانستان حکومت او خلک ورسره مخامخ دي. د هغو عواملو د پيژندلو په خاطر چې په هېوادکې د انسان قاچاقو  ته زمينه برابروي، دولت يو کميسيون جوړ کړ چې په دې لاره کې کار وکړي او دغه کميسيون خپله دويمه غونډه جوړه کړه .
په دې غونډه کې د انسان د قاچاقو د بېلابېلو مسئلو په باب خبرې وشوې.
د غونډې په پيل کې د عدليې وزارت مسلکي معين او د دغه کميسيون رئيس محمدقاسم حليم خبرې وکړې او ويې ويل: موږ مسووليت لرو د هغو مظلومو خلکو د حقوقو دفاع وکړو چې د قاچاق وړونکو ښکارکيږي او د هغوى دفاع  زموږ امنيتي مسووليت دى.
د ده په باور: په قاچاقوکې شپږ انساني اصل چې د ځان، مال، عقل، دين، نسل او عزت ساتنه ده، د انسان په قاچاقوکې دغه شپږ اصله تر پښولاندې کيږي.
ده په دې لاره کې سيمه ييزې همکارۍ مهمې وبللې.
وروسته د تحقيق کوونکي بنسټ (سيموهال) استازي په دې باب خبرې وکړې        او ويې ويل: جنسي استفاده، شاقه او جبري کارونه، ځورونه او نور عوامل د بنسټپالنې په لور لاره پرانيزي.
ده د بچه بازۍ د بندولو د قانون تصويبول د افغانستان د دولت ستر برياليتوب وباله.
په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ، پوهنې، عامې روغتيا، عدليې، د ښځو د چارو، د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو د وزارتونو، د لويې څارنوالۍ، د ملي امنيت د لوى رياست، د بشر د حقوقو  د کميسيون او د مدافع  وکيلانو د ټولنې استازو ګډون کړى و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته