ټولنه

د انسان د قاچاقو د جرمونو پرخلاف د مبارزې د عالي کميسيون د عامه پوهاوي کميټې غونډه وکړه

کابل باختر دلړم  اوولسمه :
د انسان د قاچاقو د جرمونو پرخلاف د مبارزې د عالي کميسيون د عامه پوهاوي د کميټې غونډه نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو د چارو د معينې او د دغې کميټې د رييسې  پوهنيارې سيدې مژګان مصطفوي په مشرۍ جوړه شوه.
د باختر آژانس د خبريال د خبر له مخې:
په دې غونډه کې د انسان د قاچاقو د جرمونو پرخلاف د مبارزې د بېلابېلو اړخونو، د انسان د قاچاقو په زيانونو د عامه پوهاوي د کچې د لوړولو، غير قانوني مهاجرتونو او د انسان د قاچاقو پرخلاف د مبارزې په لاره کې د اړوندو دولتي او غير دولتي بنسټونود همغږۍ په باب خبرې وشوې او په پاى کې د مهاجرينو د راستنولو د چارو، حج او اوقافو، پوهنې او د ښځو د چارو د وزارتونو، د مهاجرت دنړيوال سازمان او دعدلي او قضايي برخې استازو د انسان د قاچاقو پرخلاف د مبارزې د عالي کميسيون د عامه پوهاوي د کميټې پلان بشپړ او تصويب کړ .
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو د چارو معينې پوهنيارې مصطفوي  په لنډو خبرکې  جوړه شوې کميټه مکلفه کړه چې د ديني عالمانو، قومي مخورو، ولايتي او انکشافي شوراګانو غړو او د ولايت مسوولينو ته د افغانستان په څلور ديرشو ولايتونوکې د عامه پوهاوي دوه ورځني ورکشاپونه جوړکړي چې خلک د انسان د قاچاقو په زيانونو خبر شي.
ميرمن مصطفوي د انسان د قاچاقو په زيانونو د عامه پوهاوي په ځانګړي اهميت باندې ټينګار وکړ او په دې لاره کې يې د دولت ځينو لاس ته راوړنو ته اشاره وکړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته