د انسان تښتوونکي د يوبانډ رييس اوغړي په فراه کې ونيول شول

کابل  باخترمرغومي دمياشتې  ٩ :
د فراه ولايت امنيتي مامورينو د انسان تښتوونکي د يو بانډ د رييس اوغړو د نيولو خبرورکړ چې ويل کيږي په څو وروستيو کلونو کې يې دانسان تښتونې په لسګونو پيِښو کې لاس درلود.
ويل کيږي چې يو سيمه ييز پانګوال هم  د دغو انسان تښتوونکو له منګلوڅخه  ژغورل شوى دى .
دغه کسان تېره شپه د فراه ښار په مربوطاتوکې د دوى په پټنځي د پوليسو دپوځيانو دځانګړو عملياتو په بهيرکې نيول شوي دي .
د افغانستان په لويديځ کې د پوليسو ويندوى عبدالروف احمدي باختراژانس ته وويل چې د دغو عملياتو په بهيرکې ددغه انسان تښتوونکي بانډ رييس او اووه تنه غړي يې نيولي دي .
احمدي وويل چې ددغه بانډ غړي په څووروستيو کلونو کې په فراه کې دانسان تښتونې په لسګونو پيښو کې لاس درلود.
د رارسيدلو خبرونوله مخې: ددغه بانډ غړو شتمن کسان او يا د هغوى بچيان  دفراه ولايت  له مربوطاتو څخه تښتول  او دپيسو له ترلاسه کولو وروسته يې ازادول .
ددغه بانډ غړو فراه ته دغځيدلو لارو د امنيت په ګډوډولو اود مسافرانوپه ځورولو هم لاس پورې کاوه .
دافغانستان په لويديځ کې دپوليسو ويندوى وايي  چې ددغه بانډ د نورو احتمالي غړو د نيولو لپاره پلټنې پيل شوي دي .
امنيتي مقامات وايي چې د دغه بانډ په غړو  د وژنې تور لګول شوى دى .
په فراه کې دغيرمسوولو وسله والو ډلو شتون دخلکو دفردي اوټولنيز امنيت اومصونيت په وړاندې  ستر چلنج بلل کيږي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته