کابل باختردسلواغې شلمه :
د فارياب ولايت پوليسو د څلورو ښځو او يو نارينه په ګډون د انسان تښتوونکو يوه ډله پرون ونيوله او يو تښتول شوى ماشوم يې هم د دوى له منګولو څخه وژغوره .
د فارياب ولايت د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر مسوول باختر آژانس ته وويل چې دغو کسانو دوه ورځې مخکې يو درې مياشتنى ماشوم دميمنې ښار د درېيمې ناحيې له مربوطاتو څخه تښتولى و او پوليسو د هغو ځانګړو عملياتو په بهيرکې چې د ميمنې ښار د دمقول په کلي کې يې ترسره کړل، دغه ماشوم وژغوره او عاملين يې ونيول .
خبرځاى زياته کړه چې نيول شويو کسانو په لومړنيو تحقيقاتوکې په خپل جرم اعتراف کړى دى .
ختم_ ج _ اکرم