امنیت

د انسان تښتوونکو يوه پنځه کسيزه شبکه ونيول شوه

کابل / د چنګاښ ۳۱مه / باختر
د ننګرهار پوليسو پرون پنځه تنه د انسان تښتونې په اړوند ونيول او له هغوی څخه دوه تښتول شوي کسان آزاد کړل.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي باختر آژانس ته وويل چې د ننګرهار د امنيې قومندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې منسوبينو يو بوډا سړى او يو ځوان په دغه ولايت کې له انسان تښتوونکو څخه آزاد کړل.
هغه زياته کړه چې د ننګرهار پوليسو پنځه تنه د یادو کسانو د تښتونې په تور نيولي دي.
خوږياڼي زياته کړه چې نيول شويو کسانو څه موده وړاندې دغه دوه تنه له جلال آباد ښار څخه تښتولي وو او د خلاصون په بدل کې یې د زياتو پيسو غوښتنه کړې وه.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته