د انسان تښتوونکوله منګولو څخه د يوه تن ژغورل

د هرات ښار  باختر د وري د مياشتې ١٢ نيټه :
د هرات ولايت  يو اوسيدونکى  چې د انسان تښتونکو له  خوا تښتول شوى                   و  د ملي امنيت د منسوبينو له  خوا وژغورل شو.
دغه  سړى موټر چلوونکى دى چې څلور ورځې  مخکې  د هرات ولايت  د اسلام قلعه له لويې لارې څخه تښتول شوى  و.
د هرات  د والي وياند جيلاني فرهاد باخترآژانس ته  وويل چې دغه تښتول  شوى سړى  د انسان تښتوونکو  له خوا د غوريانو ولسوالۍ د تېرکش غورونو ته  لېږدول شوى و چې ،د ملي امنيت د منسوبانو د هلو ځلو له امله د هغه د ساتنې ځاى  مشخص او د چټکو عملياتو په ترسره کولو سره  دانسان تښتوونکوله منګولو څخه  آزاد شو.
ويل کېږي  چې،  انسان تښتونکي له سيمې څخه  په تېښته بريالي شوي دي خو د هغوى د نيولو لپاره  هلې ځلې دوام لري. پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته