سیاست

د انسان تښتوونکوله منګولو څخه دافغانستان دسترې محکمې درئيس دپلار آزادول

کابل باختر دوري دمياشتې ١٠:
دافغانستان دسترې محکمې درئيس پلار دانسان تښتوونکوله منګولو څخه  خوشې شو.
امنيتي ځواکونو  وکولاى شول له  دوو اوونيو وروسته   دى  د انسان تښتوونکوله منګولو څخه  وژغوري .
جګړن سيد حسين  چې دهېواد  دسترې محکمې درئيس سيديوسف حليم پلار دى دوه ا وونۍ مخکې په  جلال اباد ښار کې په داسې حال کې چې له جومات څخه  دخپل کور په لور ر وان و ، د يوې ډلې انسان تښتوونکوله خوا وتښتول شو.
دننګرهار والي سليم خان کندزي دباخترآژانس خبريال ته وويل :  انسان تښتوونکو ددغه ٨٩ کلن  سړي دخوشې کولو په بدل کې له کورنۍ څخه يې دپيسو غوښتنه  کړې وه  خو هغه له  کومې معاملې پرته دامنيتي ځواکونوله خوا  دانسان تښتوونکو  له منګولو څخه وژغورل شو.
جګړن سيدحسين دانسان تښتوونکوله منګولو څخه ددده ژغورنې په اړوند له امنيتي ځواکونو څخه مننه وکړه.
په همدې حال کې دننګرهار سيمه ييز مقامات ددغه سړي دتښتونې په اړوند  دکومې ډلې  دنيولو  او ددغې  پيښې دڅرنګوالي په باب څه ونه ويل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته