امنیت

د اندړو ولسوالى د پاڅون کوونکومشر ووژل شو

کابل باختر د مرغومي  څوارلسمه :
قوماندان شاهين چې د طالبانو پرضد دغزني ولايت د اندړو ولسوالۍد پاڅون کوونکو رهبري په غاړه  لرله؛ نن سهار د چاودنې په يوه پيښه کې شهيد شو.
دغزني ولايت مرستيال محمد علي احمدي باخترآژانس ته وويل: قوماندان شاهين هغه وخت شهيد شوچې له خپلو دريو تنو همکارانو سره ديوه سراچه موټر په واسطه د ولايت مرکز ته روان و او طالبانو د هغوى په موټرکې چسپکي ماين ځاى پرځاى  کړى و.
احمدي زياته کړه چې په دې پيښه کې قوماندان شاهين ټپي شوى و چې روغتون ته د ليږدونې په لاره کې يې ساورکړه.
د احمدي دڅرګندونو له مخې: په دې  پيښه کې د قوماندان شاهين همکارانو ته زيان نه دى اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته