خبرونهسیاستTOP

د اندونیزیا د ولسمشر مخکېني مرستیال ويلي چې هېواد یې غواړي، له افغانستان سره په بېلا بېلو برخو کې اړیکې پراخې کړي

کابل، د غبرګولي ۱۴مه، باختر 

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د اندونیزیا د سرې میاشتې او جوماتونو د شورا رئیس او د هغه هېواد د ولسمشر پخواني مرستیال محمد یوسف کالا او مل پلاوي سره وکتل.

په دې کتنه کې د افغانستان او اندونیزیا ترمنځ په سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او د اولسونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې وشوې. 

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په دغه کتنه کې د تاریخ په اوږدو کې له افغانستان سره د اندونیزیا له ښه نیت او بشري مرستو مننه وکړه.

متقي زیاته کړه، چې د دواړو هېوادونو د خلکو او حکومتونو ترمنځ شته دیني، کلتوري او متقابل احترام ته په کتو افغانستان له دوست او ورور هېواد اندونیزیا سره د اړیکو د ټینګښت او پراختیا غوښتونکی دی.

هغه همدارنګه وویل چې له ۴۵ کلنې جګړې وروسته په افغانستان کې امن راغلی او د انرژۍ، کانونو، کرنې، سړک جوړونې، صنعت او بېلابېلو برخو کې د سوداګرۍ او بهرنۍ پانګونې لپاره ښه فرصتونه رامنځته شوي دي. 

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست زیاته کړې؛  افغانستان لېواله دی، چې د سویل ختیځې اسیا له هېوادونو سره خپلې اړیکې پراخې کړي. 

هغه ویلي چې افغانستان د خپل ستراتیژیک موقعیت په پام کې نیولو سره د منځنۍ او سویلي اسیا ترمنځ د سوداګرۍ، پانګونې او ټرانزیټ په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړې او اوس د سیمې له هېوادونو سره په همکارۍ په سترو سیمه ییزو اقتصادي پروژو کار کوي، چې په کې د کاسا ۱۰۰۰ د انرژۍ پروژه، ټاپي او افغان- ټرانس شامل دي. 

په ورته وخت کې د اندونیزیا جمهوریت د سرې میاشتې او د جوماتونو شورا رئیس او د هغه هېواد د ولسمشر پخوانی مرستیال، محمد یوسف کالا د افغانستان سیاسي او امنیتي وضعیت مثبت ارزولی  او ویلي يې دي، چې اندونیزیا غواړي د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې اړیکې پراخې کړي او ژمنه یې وکړه، چې د افغانستان واقعي وضعیت به د اندونیزیا حکومت او خلکو ته په ډاګه کړي.

نوموړي همدارنګه ویلي اندونیزیا هیله لري، چې له افغانستان سره د روغتیا په برخه کې همکاري وکړي او  افغان محصلینو ته بورسونه او فیلوشپونه ورکړي. 

د یادونې وړ ده، دغه پلاوي، چې د محمد یوسف کالا ترڅنګ د اندونیزیا د قوانینو او بشري حقوقو مخکېنی وزیر عبدالحمید اول الدین، د انرژۍ او کانونو مخکېنی وزیر سعید سودیرمن او یو شمېر نور مسوولین پکې شامل دي، د افغانستان د وضعیت ارزونې په موخه یې پلازمېنې کابل ته سفر کړی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته