سیاست

د اندونيزيا ځانګړى استازى: اندونيزيا د افغانستان سولې په بهيرکې همکاري ته دوام ورکوي

کابل/ باختر/ د زمري ٢مه
د آسيا په چاروکې د اندونيزيا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي ديرسا پرچايه نن د سولې عالي شورا د دارالانشاء له لومړي مرستيال سره په کتنه کې په بېلابېلو برخو په تېره بيا د افغانستان سولې په بهيرکې د همکارۍ په لاره کې د دغه هېواد پر تياريو ټينګار وکړ.
د باختر آژانس د خبرله مخې: په دې کتنه کې د سولې عالي شورا د دارالانشاء لومړي مرستيال فرهادالله فرهاد په بېلابېلو برخوکې له افغانستان سره د اندونيزيا د همکاريو مننه وکړه او د سولې بهيرپه باب يې معلومات ورکړل.
د اندونيزيا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي ټينګار وکړ او ويې ويل چې دغه هېواد چمتو دى په بېلابېلو برخو او په تېره بيا د افغانستان سولې په بهيرکې خپلو همکاريو ته دوام ورکړي.
پاى ج ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته