نړۍ

د اندونيزيا د راغورځيدلې الوتکې توره جعبه پيدا شوه

-کوالالمپور  باختر د لړم  لسمه :
نړيوالو خبري سرچينو اعلام وکړ چې د پلټوونکو لامبو وهوونکو ډلې وکولاى شول د اندونيزيا د ليون آير شرکت د مسافر وړونکې الوتکې توره جعبه چې د تيرې دوشنبې په ورځ د اندونيزيا د جاوا په سمندرګي کې را وغورځيده، پيدا کړي.
د ايرنا خبري آژانس نن د اندونيزيايي رسنيو له خولې خبر راکړ:
د اندونيزيا دترانسپورت د ملي امنيت د کمېټې رييس سورجانتو تيجاجونو د دغه هېواد رسنيو ته وويل چې د پلټوونکې ډلې يو لامبو وهوونکى د جاوا سمندرګي په لويديځ کې د راغورځيدلې الوتکې د تورې جعبې په ترلاسه کولو بريالى شو او اوس دغه جعبه د هغې له اطلاعاتو څخه د ګټې اخستنې لپاره ماهرانو ته سپارل شوې ده .
د اندونيزيا د مترو ټلويزيون شبکې د خبرله مخې، دغه لامبو وهوونکى په دې بريالى شوى دى چې توره جعبه د سيند د تل په خټوکې پيدا کړي .
د دغه خبرله مخې: د الوتکې دغه توره جعبه د پنځه ويشتو ساعتونو لپاره په هغې پورې دټولو اړوندو اطلاعاتو د ثبت او ساتنې ظرفيت لري.
سره له دې چې د الوتکې توره جعبه پيدا شوې ده، خو اندونيزيايي مسوولين وايي چې د الوتکې د راغورځيدو د علت پيداکول او د دغې جعبې د اطلاعاتو پلي کول وخت غواړي .
دغه جعبه له کابو اوو کيلوګرامو څخه ترلسو کيلوګرامو پورې وزن لري او کولاى شي تر اوبو لاندې تر شپږو زرو مترو ژورتيا پورې او دغه راز د سانتي ګراد له زرو درجو څخه پورته تودوخې کې د يو ساعت لپاره سالمه پاتې شي.
د ليون اير په شرکت پورې اړوند ٧٣٧ماکس  ٨ –  الوتګه دتيرې دوشنبې په ورځ  له چارکارتا څخه د اندونيزيا په بانګکا ټاپوکې د بانګکال پينانک ښار ته روانه وه چې الوتنې څخه ١٣ دقيقې وروسته د اندونيزيا په ختيځ جاوا سمندرګي کې راغورځيده .
له  ١٨٩ تنو سپرليو سره د اندونيزيا  په ختيځو سواحلوکې د سوماترا په اوبو کې ددغه هېواد د ليون اير شرکت دمسافروړونکې الوتکې راغورځيدل ددغه هېواد په تاريخ کې دويم هوايي ناتار ګڼل کيږي .
د اندونيزيا لومړى او ډير بد هوايي ناتار د ١٩٩٧ کال د سپټمبر د مياشتې په ٢٦ نېټه رامنځته شو. په دې پيښه کې يوه ايربس  – ٣٠٠ الوتکه له  ٢٣٤ تنو سپرليو سره د دغه هېواد په مدرن سيمه کې راوغورځيده چې ټولې سپرلۍ يې ووژلې شوې .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته