د اندونزیا په سواحلو کې د روهنګیایي کډوالو کیښتۍ ډوبه شوې

نړۍ، د وري ۲ مه، بهرنۍ رسنۍ
د نړیوالو رسنیو د راپورونو په حواله پرون چهارشنبې د اندونزیا د اچ ولایت په سواحلو کې د روهنګیایي ګډوالو یوه لرګینه کیښتۍ چې ویل کېږي ۱۵۰ تنه په کې سپاره وه، ډوبه شوې او د دې وېره موجوده ده، چې ښایي سپاره ټول کسان په کې مړه شوي وي.
اندونزیا کې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو استازولۍ بیا ویلي، چې له ډوبې شوې کیښتۍ څخه شپږ تنه ۴ ښځینه او ۲ نارینه د کب نیونکو له خوا ژغورل شوي او دوی ته سپارل شوي دي.
ژغورل شویو کسانو ویلي، چې کیښتې کې ممکن د ۵۰ په شاوخوا کې کسان مړه شوي وي.
پېښه کې د تلفاتو کره شمېره تر اوسه نه تایید شوې او د ژغورنې ټیمونه هڅه کوي، چې د مړه شویو کسانو جسدونه پیدا کړي.
وروسته ترهغې چې د میانمار حکومت د روهنګیایي مسلمانانو پر ضد وژونکي عملیات په لاره واچول، دوی اړ شول بنګله دېش او یا هم نورو هېوادونو ته کډوال شي، چې اوس مهال له سختو ستونزو سره مخ دي.