د انجنیر محمد خان پېغام
کابل باختر/ د وږي د مياشتې۱۴ نيټه
د شهیدانو د اوونۍ په مناسبت د اجرائیه ریاست د لومړي مرستيال انجنیر محمد خان پېغام !
د وږي اتلسمه چې د شهیدانو د اوونۍ په نوم مسمی ده؛ د هغو شهیدانو د یاد اوونۍ ده چې د هېواد د ازادۍ او سرلوړي په لاره کې یې خپل ژوند نذرانه کړ؛ د وخت د سرو لښکرو طاغوتي امپراطوري یې دړې وړې او له هېواده یې په تور مخ وشړل.
کلونه وړاندې سرو لښکرو په خورا سپین سترګۍ او بربریت په هېواد ظالمانه یرغل وکړ؛ په سلګونو زره افغانان یې شهیدان، ټپیان او یا هم د هېواد پرېښودو ته اړ ایستل، خو د همدغو شهیدانو د برحقې مبارزې په پایله کې بلاخره هماغه زبرځواک پر ګونډو او د استعمار نشه یې له سره والوته.
د هېواد د ازادۍ او مبارزې د لارې ټولو شهیدانو ته د الله جل جلاله له درباره د فردوس جنت غوښتوونکی یم، کورنیو، خپلوانو او ټول افغان ولس ته یې د نیکې بدلې هیله کوم.
د آزاد او خپلواک افغانستان په هیله
پای – ذ