ټولنه

د انجنير محمد خان پيغام

کابل باختر دغبرګولي د مياشتې ٢٤ مه:
د مور د نړیوالې ورځې په مناسبت د اجرائيه رياست د لومړي مرستيال انجنير محمد خان پيغام
د غبرګولي ۲۴مه چې د مور له نړیوالې ورځې سره برابره ده په بېلابېلو هېوادونو کې نمانځل کېږي، په لویدیځو هېوادونو کې دغه ورځ د مې د میاشتې په دویمه نېټه نمانځل کيږي چې د غويي د مياشتې له ۱۹مې سره برابره ده، خو په افغانستان کې دغه  ورځ د غبرګولي په ۲۴مه نېټه نمانځل کېږي. 
مور د انسانیت او بشریت په نړۍ کې تر ټولو لویه هستي ده، مور بشریت ته د الله (جل جلاله) تر ټولو قیمتي ډالۍ ده چې الله (جل جلاله) په خپلو مخلوقاتو لورولې ده او ټول مخلوقات يې په خپله دغه لویه او بې شانه ډالۍ نازولي دي.
مور د انسانیت د بنسټ اېښودونکې په توګه تل د خپلو اولادونو په روزنه کې هڅه کوي او د اولادونو د لومړنۍ ښوونکې او معلمې په توګه خپل دغه دروند مسوولیت تل په خورا مهربانه توګه سرته رسوي.
مور لومړنۍ ډاکټره ده چې د خپلو اولادونو په روغتيايي مسایلو کې تر بل هر چا زیاته هڅه کوي او تل د خپلو اولادونو د روغتيا لپاره شپې رڼې او ورځې بېګا کوي او په ټول توان او طاقت سره هڅه کوي چې خپل اولادونه له هر ډول ناروغۍ او افت څخه په امن وساتي.
که څه هم د مور د مقام او منزلت په اړه څه ناڅه پوهاوی موجود دی، خو د مور د حقوقو او ځای ځایګي په اړه باید پرتې ستونزې او خنډونه لرې شي، او هغې ستونزې چې په افغان ټولنه کې ورسره میندې مخامخ دي له مینځه یوړل شي.
په دیني عالمانو او پوهانو غږ کوم تر څو د مور د حقوقو او منزلت به اړه له منبر څخه د عامه پوهاوي په خاطر خپل غږونه اوچت کړي او د مېندو په اړه شته ستونزې له مینځه یوسي.
په پای کې د نړۍ په ځانګړې توګه د افغان مېندو د سوکالۍ او نیکمرغۍ په هيله د الله (جل جلاله) له بې شانه دربار څخه د مرستې هيله کوم او ټولو مېندو ته د مور د دغې مبارکې ورځې مبارکي وایم. #

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته