کابل – باختر د تلې د مياشتې٢٧
د سرې مياشتې د ټولنې د اوونۍ په مناسبت د اجرائيه رياست د لومړي مرستيال انجنير محمدخان پيغام
د افغانستان د سرې مياشتې ټولنه يوه خيريه ټولنه ده چې د تاسيس له ورځې بيا تر اوسه د هېواد په بېلابېلو برخو کې له مصيبت ځپلو خلکو، بورو، ورارو، يتيمانو او ګڼو ناروغانو سره ېې د پام وړ مرستې کړې دي او د دغه بنسټ هدف هم د افغانستان بیوزله او مظلوم اولس ته په دغو برخو کې پر وخت مرسته ده؛ د دې خېريه بنسټ د اوونۍ په مناسبت پر خپلو ټولو هېوادوالو، په ځانګړې توګه ملي سوداګرو، پانګه والو او زړه سواندو وګړو او جګپوړو حکومتي چارواکو غږ کوم چې د دې بنسټ د لا بډاينې لپاره لاسونه سره ورکړي او د خپل توان او وسې تر حده ورسره مرسته وکړي؛ ځکه دا ټولنه سربېره پردې چې په هېواد کې د ننه مصيبت ځپلو او بیوزلو وګړو سره مرسته کوي، زموږ د هېواد هغه بچي چې په مور زادي ډول، د زړه دسوري په ناروغۍ اخته دی، هم بهرنيو هېوادونو ته د درملنې لپاره لېږي، همدارنګه هيله من يم چې د دې ټولنې د بډاينې ترڅنګ د هېواد په ګوټ ګوټ کې له ټولو خیره بنسټونو سره تر خپله وسه مرسته او همکاري وشي، دغه بنسټونه پیاوړي اوزموږ ټول اولس له خپلې وسې سره سم برخه پکې واخلي، څو په اضطراري حالاتوکې مصيبت ځپلو خلکو، مرمنو ناروغانو او بیوزلو وګړو ته د مرستې لاسرسی ولرو. (( قرآن عظیم الشان هم حکم کوي چې (( و تعاونوا علی البر و التقوی و لا تعاونوا علی الاثم والعدوان)) يعنې په ښېګڼو او تقوی کې له خپلو وګړو سره مرسته وکړئ او په ګناه او دښمنۍ کې د چا مرسته مه کوئ.
په پای کې یو ځل بیا له ټولو افغانانو څخه غواړم چې په سختو او ستونزمنو حالاتو کې د یو بل مرستې ته ور ودانګي او یو بل ته دمرستې لاسونه سره ورکړي ترڅو له روانو ناخوالو څخه د خلاصون لار وموموي .#
3 1 دقیقه لوستل