د انتخاباتي کميسيونونو نړيوالو کميشنرانو په کار پيل وکړ

– کابل/باختر/ د غبرګولي دمياشتې ۸ مه
څلور تنه نړيوال کميشنران د انتخاباتو خپلواک کميسيون او د انتخاباتي شکايتونو  کميسيون ته معرفي او په کاريې پيل وکړ.
دوه تنه نړيوال کميشنران د انتخاباتو خپلواک کميسيون ته او دوه تنه نور نړيوال  کميشنران د انتخاباتي شکايتونو کميسيون ته معرفي شول.
د باختر آژانس دخبرله مخې: د انتخاباتو د تعديل شوي قانون د ١٣ مادې ١٠ جز کې  ويل شوي دي چې د انتخاباتو په بهيرکې د زيات شفافيت د تامينولوپه خاطرحکومت کولاى شي د ملګرو ملتو له سازمان سره په تفاهم کې د انتخاباتي چارو دوه تنه نړيوال ماهران د رايې ورکولو له حق پرته د کميسيون د غړي په توګه وټاکي .
د انتخاباتو د خپلواک کميسيون د وياند مرستيال عبدالعزيز ابراهيمي وويل چې نړيوال  کميشنران د انتخاباتو د خپلواک کميسيون په غونډو کې ګډون کوي او د پروګرامونو او د پاليسو په باب دغه کميسيون ته سلامشورې ورکوي.
خو دغه کميشنران د رايې له حق پرته د انتخاباتو د خپلواک کميسيون په غونډو کې  د ګډون حق لري .
دغه کميشنران په انتخاباتي چاروکې څو کلنه تجربه لري .
بايد وويل شي: يوه انديښنه چې تل د انتخاباتو په باب طرحه کېږي، په عادلانه او شفاف ډول د دغو انتخاباتو ترسره کول دي .
نړيوال کميشنران د افغانستان حکومت او د ملګروملتو سازمان ترمنځ د تفاهم له مخې دغه کميسيون ته معرفي شوي دي .
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته