د انتخاباتي نظام د اصلاح د کميسيون رئيس د مشرانو جرګې له ځينو غړو سره مشورتي غونډه وکړه

کابل باختر دزمري دمياشتې  ٣١ :
دانتخاباتي نظام داصلاح د کميسيون رئيس وايي چې خلک په انتخاباتي نظام کې په اصلاحاتو باندې ټينګارکوي اودانتخاباتي سرغړونکو د عدلي څارنې غوښتنه کوي.
د باخترآژانس د خبريال دخبرله مخې: 
د انتخاباتي نظام داصلاح د کميسيون رئيس شاه سلطان عاکفي چې نن يې د سنا مجلس له غړو سره په ګډه غونډه کې خبرې کولې؛ د انتخاباتي نظام د اصلاح  د کميسيون له يوشمېر غړو سره دسفر په باب چې د هېواد اتو ولايتونو ته ترسره شوى و ؛ معلومات وړاندې کړل او ويې ويل چې د کميسيون غړو د دغو سفرونوپه بهيرکې  له ١٥٠٠ تنو سره په ولايتونو کې او له ٥٠٠ تنو سره په کابل کې ليدنې کتنې کړې دي .
ده په اټکلي ډول وويل چې په سلوکې ٩٠ خلک د انتخاباتي نظام داصلاح غوښتنه کوي .
عاکفي وويل: په ځينو ولايتونوکې يوشمېر خلک د انتخاباتو د حوزوي کيدو غوښتنه کوي اويو شمير هم د رايې ورکوونکو دلست څرګنديدل غواړي.
دغه راز خلک شکايت کوي چې په پنځو تيرو انتخاباتوکې دخلکو شکايتونو ته پاملرنه نه ده شوې او له سرغړونکوسره لازم چلند نه دى شوى.
ده وويل: ځينو خلکو وويل چې بايد د ولسي جرګې د څوکۍ د ترلاسه کولو لپاره د کانديدو معيار د ليسانس او د ماسترۍ په سويه لوړې زده کړې وي.
عاکفي زياته کړه: په ځينو ولايتونوکې خلکو او ديني عالمانو په ملي شورا کې  د ښځو دزياتې ونډې غوښتنه وکړه.
په دې غونډه کې سناتورانو د انتخاباتو د نظام د کميسيون جوړول نيک فال وباله او له هغوى څخه يې د انتخاباتي نظام دکميسيون د ډير ژر اصلاح غوښتنه وکړه .
دوى وويل: دشکايتونو کميسيون په دې نه دى بريالى شوى چې انتخاباتي شکايتونه وڅيړلي او د انتخاباتو  تورن کسان مجازات کړي.
په دې غونډه کې دغه راز د مشرانو جرګې لومړي نايب محمدعلم ايزديار او  د منشي نايبې نجيبې حسيني او نورو سناتورانو او مسوولينو د انتخاباتي نظام د اصلاح، د الکترونيکي تذکرې د ويش د اړتيا او په نظر وړ انتخاباتوکې د انتخاباتي کارتونو پرځاى د اوسنيو تذکرو د اعتبار وړ بللو، د رايو ورکولو  د مرکزونو او حوزو په شمېر د نوي نظر په کولو  او د انتخاباتي کميسيونونو داصلاح په باب خپلې نظريې طرحه کړې چې  له لازمو اصلاحاتو وروسته دې د ولسي جرګې  او د ولسواليو د شوراګانو انتخابات ترسره شي .
د طرحه شويو خبرو په جمع بندۍ کې د مشرانو جرګې لومړي نايب د سناتورانو د وړانديزونو د تائيدولو په ترڅ کې وويل: انتخابات د دموکراسۍ يوه اساسي مولفه  ده؛ هيله لرو چې د ملي وحدت دحکومت مشران  د خلکو د اصلاحي وړانديزونو په باب لازم تصميم ونيسي او زياته يې کړه چې د تقلب او سرغړونې د مخنيوي يوازينې لاره د الکترونيکي تذکرو ويش دى؛ خوله دوو کلونو را په دې خوا سره له دې چې په ويشلوکې يې قانوني او فني ستونزه شتون نلري؛ ويشل يې ځنډول شوي دي چې بايد حکومت د وګړو د احوالو د ثبت له قانون سره سم دالکترونيکي تذکرو ويش لږ تر لږه په سترو ښارونوکې پيل کړي.
ايزديار زياته کړه: د انتخاباتي کميسيونونو غړي دې بايد خپلواک، متخصص او بيطرفه وي .
ده په  انتخـــاباتوکې د مختلط سيستم جوړول اغيــــزمن وبلل او  ويې ويل : دغه سيستم د دې سبب کيږي چې پراخ بنسټه  ګوندونه هم بايد پياوړي شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته