کابل باخترد کب اتمه :
دجمهوري رياست د نوماندانو انتخاباتي مبارزو د پنځه ويشتمې ورځې لپاره د هيواد په مرکز او ولايتونوکې دوام وکړ.
د باخترآژانس دخبر له مخې: دجمهوري رياست نوماندډاکترعبدالله نن د کابل په ورزشي لوبغالي کې د خپلو ملاتړو په غونډه کې وويل: خلک بايددجمهوري رياست د ځينونوماندانوله خوا په غير عملي ژمنو ونه غولول شي. بايددهغوى ژمنې په وخت سره واوريدل شي چې کومه يوه يې عملي ده او کومه يوه يې عملي نه ده.
دغه راز د جمهوري رياست نوماند ډاکتر اشرف غني احمدزى د خپلو انتخاباتي مبارزو په دوام هلمند ته تللى دى او خپلو پلويانو ته وويل چې په ټول هيوادکې د امنيت تامينول او دکرکيلې وده د ده دپروګرامونو په سرکې ځاى لري.
2 د یوې دقیقې څخه لږ