کابل باختردوږي دمياشتې١٢نيټه :
د انتخاباتي شکايتونو له وخت څخه مخکې د هر راز انتخاباتي مبارزو په اړوند خبردارى ورکړ.
د باختر آژانس د خبر له مخې:
د انتخاباتي شکايتونو د کميسيون غړي ډاکترعلي رضا روحاني چې نن يې په يوه خبري غونډه کې خبرې کولې، ټينګار وکړ چې نوماندان دې د ولسي جرګې د څوکيو د ترلاسه لپاره بايد د قانون له مخې عمل وکړي.
ده وويل: لکه څرنګه چې ليدل کيږي يوشمېر نوماندان په بېلابېلو نومونو د عکسونو او پوسترونو په درولو او يا هم د غونډو په جوړولو سره په يوډول نه يو ډول ځانته کمپاين کوي چې دغه کار کيداى شي له وخت څخه مخکې انتخاباتي مبارزې وي چې له قانوني پلوه يوه جدي سرغړونه ده .
ده وويل چې د انتخاباتي مبارزو پروګرام د تلې د مياشتې له شپږمې نيټې څخه تر ٢٦نيټې پورې ټاکل شوی دى او هر کانديد کولاى شي د ٢٠ ورځو په بهيرکې خپلې انتخاباتي مبارزې وکړي او هيڅ نوماند نه شي کولاى له ټاکلې مودې څخه مخکې د خپلو انتخاباتي مبارزو پروګرامونه پيل کړي چې له هغو سره به قانوني چلند وشي او له پنځوسو زرو څخه تر سلو زرو افغانيو پورې په نغدي جريمي برسيره په هغوى به نورې سزاګانې هم عملي شي .
روحاني وويل چي د شکايتونو د کميسيون دنده په دې باب د شکايتونو ثبت او ترلاسه کول او د هغو څيړنه ده او هم کولاى شو د سرغړونو په مستند کولو سره قانوني اقدام وکړي.
د روحاني د څرګندونوله مخې: هغه کسان چې رسمي دنده لري او استعفا يې نه ده کړې او ځان يې کانديد کړى دى، په شرايطو برابر نه دي او له ليست څخه به حذف شي .
پاى ج ذ
1 1 دقیقه لوستل