۱۰۰ ورځې

د انتخاباتي شکايتونو د علني څيړنې بهيرپاى ته ورسيد سبا يوازې د انتخاباتو دکميسيون له خوا طرحه شوي شکايتونه څيړل کيږي.

کابل باختر دثورد مياشتې ١٧ :
دجمهوري رياست د نوماندانو د انتخاباتي شکايتونو د څيړنې علني غونډې نن
له ختيځو، جنوب ختيځو او د شمال له زونونو څخه د دوه سوه موردو شکايتونو
په څيړنې سره پاى ته ورسيدې.
دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې:  دانتخاباتي شکايتونو دکميسيون ويندوى
نادر محسني چې د خبريالانو په وړاندې يې خبرې کولې وويل:  د ننګرهار ، لغمان،
کونړ،  نورستان ، پکتيا، پکتيکا،  خوست ، سمنګانو ، بلخ ،  جوزجان، سرپل او
د فارياب د ولايتونو د شکايتونوڅيړنه چې نږدې دوه سوه مورده و؛ د نوماندانو
د استازو، دکتوونکو  او د رسنيو په وړاندې ترسره شول او له دغو زونونو څخه د رسيدلو شکايتونوپه څيړنې سره د علني غونډو بهير پاى ته ورسيد. خو محسني يادونه وکړه چې ټاکل شوې ده سبا د انتخاباتو دلومړنيو نتيجوپه نسبت ليکل شوي شکايتونه او شپږديرش نور موارد که چيرې د انتخاباتو د خپلواک  کميسيون له لارې موږ ته ورسيږي؛ وبه څيړل شي .
په همدې حال کې د انتخاباتو د خپلواک کميسيون د دارالانشا رييس ضياالحق امرخيل ويلي دي چې د رايو ورکولو له ٤٤٤ سيموڅخه ٣٦ سيمې له شميرنې څخه ايستل شوې دي چې د انتخاباتو د لومړنيونتيجو د اعلام په وخت کې شميرل شوې نه وې .
د امرخيل دڅرګندونوله مخې: که چيرې د انتخاباتي شکايتونوکميسيون ددغو شپږديرشو سيمو د رايو په باب کومه ملاحظه ونه لري؛ دغه رايې به باطلې اعلام شي .
خو محسني وويل: موږ نن د انتخاباتودخپلواک کميسيون له خوا د رايو ورکولو د شپږ ديرشو ځايونو د شکايتونو را رسيدوته سترګې په لاره وو چې له بده مرغه موږ ته ونه رسيدل. خو سبا تر اتو بجوپورې مهلت ورکړشوى دى چې د انتخاباتو خپلواک کميسيون دغه مواد انتخاباتي شکايتونو کميسيون ته وليږي چې وڅيړل شي .
محسني زياته کړه چې د دغو مواردو په څيړنې سره به د شکايتونو علني څيړنه پاى
ته ورسيږي او د انتخاباتي شکايتونوکميسيون به د موضوع په باب د تصميم نيونې په وخت کې علني غونډې پيل کړي .
محسني يوځل بل ټينګار وکړ چې دځينوکسانوله خوادانتخاباتو دوروستيو نتيجو په باب قضاوت ناسم دى او په همدې حال کې د بلخ والي عطامحمدنور د انتخاباتي کميسيونونو په غړو د خپلو دندو په چاروکې د خيانت تور لګولى دى او ويلي يې دي چې د انتخاباتو په بهيرکې د خلکوګډون پراخ وو، خو د انتخاباتو د خپلواک کميسيون او د انتخاباتي شکايتونوله خوا د انتخاباتونتيجې غيرعادلانه وې .
له بلې خوا هم د انتخاباتو دخپلواک کميسيون ويندوى نورمحمد نور د بلخ  د والي
د څرګندونوله باب غبرګون وښوده او هغه يې له دولتي موقف څخه د ده ناوړه استفاده بللې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته