سیاست

د انتخاباتي شکايتونو دڅيړنې دکميسيون رييس: زموږ په کارکې لاسوهنه مه کوئ

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې پنځلسمه
دانتخاباتي شکايتونو دڅيړنې دکميسيون رييس ټينګار کوي چې په افغانستان کې دانتخاباتو بهير د هغه د قانوني تګلوري له وهلو پرته بله لاره نه لري.
دباختر آژانس دخبرله مخې: دانتخاباتي شکايتونو دڅيړنې دکميسيون رييس عبدالستار سعادت چې نن يې په هغې علني غونډه کې چې دهيواد دشمال ختيځې حوزې دانتخاباتي شکايتونو دڅيړنې په مقصد جوړه شوې وه؛ ټينګار وکړ چې دانتخاباتو بهير دقانوني تګلوري له وهلو پرته بله لاره نه لري.
ده دانتخاباتي شکايتونو دڅيړنې دکميسيون څخه بهر نورو مرکزونو ته خبردارى ورکړ چې ددغه کميسيون په کار کې لاسوهنه ونه کړي، بلکې ددغه بهير قانوني بهير ته درناوي وکړي.
په همدې حال کې د انتخاباتي شکايتونو د څيړنې د کميسيون غړې ريدا عظيمي په دې خبري غونډه کې څرګنده کړه: دانتخاباتي شکايتونو دڅيړنې له حق څخه نه استفاده له بهر څخه د تيريدو  په مانا ده.
سره له دې چې دکميسيون دغې غړې جزيياتو په ډاګه نه کړل؛ خو ويې ويل چې د دوى کميسيون په ادعا کوونکو پسې نه ځي؛ بلکې دا ادعا کوونکي دي چې بايد خپلى ستونزې او شکايت له کميسيون سره طرحه کړي .
دې دچا مشخص نوم ياد نه کړ؛ خو د دې اشاره د جمهوري رياست نوماند ډاکتر عبدالله عبدالله ده چې د انتخاباتي درغليو په دليل د انتخاباتو له خپلواک کميسيون سره يې خپلې همکاري ځنډولې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته